IQNA

د شیعیت کلتور او د میثم تمار کورنۍ میراث  کتاب ولیکل شو

10:38 - December 04, 2025
د خبر لمبر: 3492112
ایکنا – د  «خاندان میثم تمار» نومې کتاب  د شیعه کورنیو د ټولګې یوه برخه ده چې د منصور داداش‌نژاد لخوا لیکل شوی، ډیر ژر به د «حوزې او پوهنتون د څېړنیز مرکز» له خوا خپور شي.

د ایکنا راپور له مخې، د «خاندان میثم تمار»،نومې کتاب به چې د شیعه کورنیو د ټولګې یوه برخه ده،  ډېر ژر  د حوزې او پوهنتون د څېړنیز مرکز لخوا خپور شي.

د شیعه علمی کورنیو په اړه څېړنې چې د تشیع په ساتنې او پراختیا کې د پام وړ ونډه لرلې، کولی شي د شیعه علمي او فرهنګي تاریخ کې نوي لیدلوري پرانیزي. هغه څه چې د کورنیو په اړه د څېړنو اهمیت زیاتوي، دا دی چې دغه کورنۍ د لومړي هجري پېړۍ په سیاسي فعالیتونو کې بنسټیز رول درلود او د هغوی روایتون، د کورنیو ترمینځ د سیالۍ په اړه جوړ او پراختیا موندلې ده، او د دې روایتونو په څېړلو سره د هغه عصر فکري او سیاسي فضا ته رسیدلای شو. دغه کورنۍ د امامانو (ع) او شیعه میراث نسل په نسل انتقال کړی او پر قوت او استحکام ئې زیاتوالی راوستی دی.

د کتاب معرفي کولو په اړه ویل شوي:

دغه کتاب د میثم تمار د کورنۍ فرهنګي او تاریخي رول ته په درې لومړیو هجري پېړیو کې څېړنه کوي. میثم تمار چې د امام علی (ع) له یارانو څخه و او د دې کورنۍ بنسټګر و، د خپلو اولادونو  او لمسیانو سره د اهل بیت (ع) میراث په ساتنې او انتقال کې مهم رول درلود. دا کورنۍ چې د هغې اصلي ځای کوفه و او د بنی‌ اسد قبیلې سره ئې  تړاو درلود، د اهل بیت (ع) حدیثونو په لیکلو او روایت کولو کې ستره ونډه درلوده چې د تشیع کلتور یې پیاوړی کړ.

کتاب په درې فصلونو تنظیم شوی دی: فصل اول د میثم تمار او د هغه د اولادونو په اړه روایتونه او کتابونه څېړي.  دوهم سپرکی ،د میثم تمار د لمسیانو او د هغوی فرهنګي او روایي فعالیتونو ته چې عمدتاً په وخت د امام صادق (ع) ترسره کیدل، مخصوص دي.  درېم  سپرکی ،د میثم تمار د اولادونو او لمسیانو سره تړلي دهغو کسانو په باب بحث کوي.  چې هغوی هم  د  اهل بیت (ع) په روایتونو کې برخه اخیستې ده. دا څېړنه د روایتي او تاریخي منابعو دقیق تحلیل سره د میثم تمار کورنۍ میراث د  شیعیّت په کلتور کې تشرېح کوي او د اهل بیت (ع) د معارفو په انتقال کې د دغې کورنۍ مهم ځای څرګندوي.

د دغو کتابونو د ټولګې یو بل اثر د «خاندان ابورافع» په اړه دی چې د منصور داداش‌نژاد لخوا لیکل شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4320212/

captcha